اَلْمُجَادَلَة ۴

فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ذَلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ

نو څوک چه نه مومی (وس دسټ آزادلو) نو روژی نیول دی دوه میاشتی پرله پسی مخکښی دیوځای کیدلو ددواړنه نوڅوک چه وس نه لری (دروژو نیولو) نو خوراک ورکول دی شپیته مسکینانوته دا ددی دپاره چه ایمان راؤړی تاسو په اللّه تعالٰی او په رسول د هغه باندی او دا پولی د اللّه تعالٰی دی اوخاص کافرانو لره عذاب دردناک دی -

کفاره په دی ترتیب سره ضروری ده اول تحریر درقبی چه په هغی باندی قدرت نه وی نو روژی دوه میاشتی دی اوچه دهغی وس نه وی نوطعام ورکول شپیته مسکینانوته (ذَلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ) کفاره ورکول په دی ترتیب سره، اودا رنگ دظهار دقول نه ځان بچ کول - او د وخت دکفاری پوری ځان د مِساس (جماع) نه ساتل دا ټول ئی ذکرکړه په تعبیر د ایمان سره نو معلومه شوه چه اعمال هم ایمان دی - (وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ) حد هغه وی چه تعین ئی کړی شوی وی اودهغی د وجی نه زیاتی او کمی کول په هغی کښی منع وی نو احکامو د اللّه تعالٰی کښی هم زیاتی کول په ابتداع سره او کمی کول په فسق سره حرام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل