الحديد ۲۳

لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ

(داعقیده) ددی دپاره ده چه غمژن نه شئ په هغه نعمت چه فوت شی ستاسونه اولوئي‌ اونه کړی په هغه نعمت چه درکړی دی تاسوته او اللّه تعالٰی نه خوښوی هرځان لوی گنړونکی او خپل ستائینی کوؤنکی -

په دی کښی فائدی د ایمان بالتقدیر ذکرکړی دی - نو اوله فائده داده چه دانسان نه څه نعمت فوت شی عافیت، روزی،صحت، مال وغیره نوپه هغی پسی به خفگان نه کوی او اوبه وائي چه دا څیز که ځما دپاره مقرر نه وی نوځما به نه فوت کیدلو - دوهمه فائده داده چه (وَلَا تَفْرَحُوا) یعنی چاته چه څه نعمت اورسیږی عافیت، فراخی دمال وغیره نو هغه په هغی باندی لوئي او تکبر نه کوی بلکه اوبه وائي‌چه دا ځما په کوشش سره نه دی حاصل شوی بلکه اللّه تعالٰی مقرر کړی وؤ (وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ) دا ذکر دصفاتو قبیحو دی چه په انکار دتقدیر نه پیدا کیږی بیا په مینځ ددی دواړو کښی فرق په ډیرو وجوهو سره دی - اول داچه مختال هغه دی چه خپل ځان لوی گنړی او فخور هغه دی چه بل چا باندی خپل لوئي‌ ښکاره کوی - دوهم دا چه ځان ته د لوئي‌ په نظر سره گوری نو مختال دی او چه نورو خلقو ته په سپک نظر سره گوری نو فخور دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل