الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَمَنْ يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
هغه کسان چه شومتیا کوی او حکم کوی نورو خلقو ته په شومتیا کولو سره او چا چه مخ اوگرځوؤ نو یقیناً اللّه تعالٰی هغه بی حاجته دی ستائیلی شوی دی -
دا زجردی بخلاؤ ته او دتقدیر نه منلو اثار ذکر کوی (يَبْخَلُونَ) دا عام دی بخل کول په علم او په مال اوپه احسان کښی ټولو ته شامل دی بلکه ابن کثیروئیلی دی چه هرفعل د منکرته شامل دی (وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ) یعنی په خپله هم گمراه دی اونور خلق هم گمراهئ ته بلی - ضال او مضِل دی لکه سورة منافقون (۷) کښی راځی -