الحديد ۲۲

مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ

نه رسیږی هیڅ مصیبت په ځمکه کښی او نه په ځانونو ستاکښی مگر هغه دی په تقدیر (لیکلو) کښی مخکښی د موجود کولو دهغی نه یقیناً دا په اللّه تعالٰی باندی آسان دی -

په دی آیت کښی پنځمه وجه د ترغیب الی الانفاق ده په طریقه د دفع کولو دوهم سره یعنی که څوک وهم اوکړی چه مالونه خرچ کول په کار نه دی بلکه مصیبتونه د مخکښی نه په تقدیرکښی مقرر دی هغه په مالونوسره نشی دفع کیدلی (فِي الْأَرْضِ) قحط، وبا، گرانی، سیلابونه، زلزلی، فصلونه خرابیدل وغیره (وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ) مرضونه، فقیری، اولاد مړکیدل تنگسیا دژوند وغیره (إِلَّا فِي كِتَابٍ) دا دلیل دی چه تقدیر صرف د علم د اللّه تعالٰی نه عبارت نه دی بلکه ورسره لیکل دی په لوح محفوظ کښی - نو څوک چه د تقدیر نه انکارکوی یا کتاب دتقدریرنه منی بلکه صرف علم د اللّه تعالٰی منی دواړه باطله عقیده کښی مبتلا دی اگرچه په دواړو کښی فرق شته دی (إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ) په دی سره هغه وهم دفع کوی چه اللّه تعالٰی په راتلونکی حالاتو باندی څه رنگ علم لری او دارنگ دا بی شماره څیزونه ئی څرنگی اولیکل په دی جمله سره ئی جواب اوکړو چه د اللّه تعالٰی د علم او قدرت په نسبت داټول آسان دی، داپه مخلوق باندی قیاس کول جائزنه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل