الحديد ۱۸

إِنَّ الْمُصَّدِّقِينَ وَالْمُصَّدِّقَاتِ وَأَقْرَضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ

یقیناً‌ تصدیق کوؤنکی سړی او تصدیق کوؤنکی زنانه او چه قرض ورکوی اللّه تعالٰی ته قرضه په اخلاص سره زیاتی کیدی شی (داقرض) دپاره ددوی او دوی دپاره ثواب عزتمند دی -

روستو د زجر او تخویف نه بخلاؤ ته، بشارت او ترغیب دی انفاق کوؤنکوته (الْمُصَّدِّقِينَ) د تاکید دپاره صیغه مذکراو مؤنث دواړه ذکردی دارنگ تعبیر د تصدّق او دقرض دواړو دپاره ترغیب دی په اول تعبیرکښی اشاره ده نظرکولو مسکینانو او فقراؤ ته او په دوهم کښی اشاره ده لحاظ کولو د اللّه تعالٰی ته بغیر درِیا او سِمعة وغیره نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل