الحديد ۱۷

اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

پوهه شئ چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی ژوندئ کوی ځمکه روستو د اوچیدلو دهغی نه یقیناً ښکاره بیان کړی دی مونږ تاسوته آیاتونه ددی دپاره چه دعقل نه کار واخلئ -

په دی کښی ترغیب دی قرآن ته په طریقه دمثال سره یعنی څرنگه چه اللّه تعالٰی اوچه ځمکه کښی تازگی پیدا کوی په باران سره نو دارنگ سخت زړونو لره هم نرموی په قرآن سره کله چه د هغوی هدایت اوغواړی - (الْآيَاتِ) نه مراد قرآن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل