الحديد ۱۹

وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُولَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ

اوهغه کسان چه ایمان راوړی دی په اللّه تعالٰی او په رسولانو دهغه باندی دغه کسان دوی صدیقین دی او شهداء‌ دی په نیز د رب ددوی دوی دپاره ثواب ددوی دی او رنړا ددوی ده اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی او دروعژن گنړی آیاتونه ځمونږ دغه کسان جهنم والا دی -

د مؤمنانو یو قسم ذکرشو چه هغوی ته صالحین وئیلی کیږی نوپه دی آیت کښی باقی نوراقسام د اهل ایمان ذکرکوی، رسل، صدیقین، شهداء او ددوی دپاره بشارت ذکرکوی اودا اقسام د سعداؤ دی اوبیا اشقیاء هم ذکرکوی او دهغوی دپاره تخویف اخروی (وَالشُّهَدَاءُ) (۱) شهادت کوؤنکی په توحید او رسالت سره (۲) شهادت کوؤنکی په ورځ دقیامت په خلقو باندی په دعوت او تبلیغ سره (۳) دعوت اوبیان کوؤنکی په دنیاکښی او (۴) قتل کړی شوی فی سبیل اللّه - په دی کښی داټول احتمالات جائزدی (وَالَّذِينَ كَفَرُوا) په دی کښی ذکر داشقیاؤ دی دپاره دتقابل او دوی ته تخویف دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل