الحديد ۱۴

يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ قَالُوا بَلَى وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ

آوازونه به کوی هغوی ته آیا مونږ ستاسو ملگری نه وؤ دوی به اوائي هاؤ لیکن تاسو گمراه کړی وؤ خپل ځانونه او انتظار هم کوؤ اوپوخ شک کښی پراته وئ او دهوکه کړی وئ تاسو خپلو خواهشاتو تردی پوری چه راغی حکم د اللّه تعالٰی او دهوکه کړی وئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی -

(يُنَادُونَهُمْ) نِداء‌ دلری دپاره وی اشاره ده چه مؤمنان به ددوی نه لری لری لاړشی او دروازه به بنده شی نو منافقان به چغو سره آواز ورکوی (مَعَكُمْ) په جماعتونو او عزواتو اوټولو واجباتو کښی - (وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ) د منافقانو پنځه اوصاف ئی ذکرکړی دی چه په سبب دهغی دغه علمونه برباد شوی دی اول وصف (فَتَنْتُمْ) په فتنه دشرک اونفاق کښی ئی ځان غورځولی دی اودا سبب د تباهئ دی ځکه ئی ورته فتنه اوئیل - دوهم (وَتَرَبَّصْتُمْ) د نبی ﷺ او د مؤمنانو په باره کښی د حوادثو انتظار کوی چه دوی ختم شی نوتاسو به بیا کفرښکاره کړئ لکه سورة توبه (۹۸،۵۲) او دارنگ په تول کولو سره روستو والی کول هم، دریم (وَارْتَبْتُمْ) په توحید او صدق درسول او بعث بعدالموت اوپه وعده د اللّه تعالٰی کښی تاسو شکونه کوئ، څلورم (وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ) بی دلیله مسئلی او خبری چه ناکاره ملایانو او پیرانو د ځان نه جوړی کړی دی او دارنگ اوږده امیدونه او ارمانونه په دی سره تاسو دهوکه شوی وئ اوپه دی وجی سره موپه توحید او رسالت باندی په زړه کښی یقین نه کوو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل