الحديد ۱۵

فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْيَةٌ وَلَا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مَأْوَاكُمُ النَّارُ هِيَ مَوْلَاكُمْ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

نو نن نشی اخستلی کیدی ستاسونه هیڅ جرمانه او نه دهغه کسانونه چه کفرئی کړی دی ځای د ورتللو ستاسو اوردی هغه ستاسوسره لائق دی اوبد ځای دورتللو دی دا اور -

دا تخویف اخروی دی او دا داخل دی لاندی د قول د مؤمنانونه منافقانو ته یا قول د اللّه تعالٰی یا د ملائکودی دوی ته (مَوْلَاكُمْ) په معنیٰ د اولی سره دی یاپه معنیٰ د مدد گار دی په طریقه دتحکم سره یاپه معنیٰ د متولّی دی یعنی اللّه تعالٰی ته به ددوی عذاب اورته اوسپاری او هغه به ددوی دعذاب متولی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل