الحديد ۱۳

يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انْظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ

په هغه ورځ چه وائی به منافقان سړی او منافقانی زنانه هغه کسانو ته چه ایمان راوړی دی انتظار اوکړئ ځمونږ چه واخلو مونږ ستاسو درنړا نه اوبه وئیلی شی اوگرځئ‌ واپس شاگانو ستاسو ته نو اولټوئ رنړا نو جوړ به شی ددوی په مینځ کښی یو دیوال چه دهغه به دروازی وی دننه به په هغی کښی رحمت وی او دبهر دطرف دهغی نه به عذاب وی -

دا تخویف اخروی دی منافقینو ته دا هغه خلق دی چه هسی دعوی دایمان ئی کولی او حقیقت کښی ئی ایمان نه وؤ او انفاق ئی هم نه کوؤ بلکه بخل ئی کوؤ او نورو خلقو ته ئی هم په بخل سره امرکوؤ - (نَقْتَبِسْ) اقتباس د بلی شوی رنړانه ځان دپاره لیت بلول دی مراد ترینه رنړا حاصلول دی - او په دی کښی دوه قولونه د مفسرینو دی اول قول داچه منافقانو له به هم څه نورورکړی شی اوبیا به مړ کړی شی دوهم قول داچه دوی له نورنیشته صرف امید ئی دادی چه د مؤمنانو په نورسره به مونږ په صراط باندی لاړ شو لیکن هغوی خوډیر تیز په صراط تیرشول نو منافقان د رنړا نه بالکل محروم شول (بِسُورٍ) او دی ته حجاب او اعراف هم وئیلی شوی دی په سورة اعراف (۴۶) کښی (بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ) مراد درحمت نه جنت دی - (الْعَذَابُ) ددی نه مراد جهنم دی یعنی په دغه دروازه باندی صرف جنت والا داخلیږی او منافقانو ته په هغی کښی اجازت د داخلیدلو نه ملاویږی نو هغوی به جهنم ته نزدی کړی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل