الحديد ۱۲

يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

په هغه ورځ چه وینی به ته مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه چه منډی به وهی رنړا ددوی مخی ددوی ته اوپه ښی طرفونو ددوی کښی (وئیلی کیږی) زیری ستاسو نن جنتونه دی چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی په هغی کښی دا کامیابی لویه ده -

دا بشارت اخرویه دی مؤمنانو انفاق کوؤنکو ته (نُورُهُمْ) دا نور حقیقتاً به وی په سبب دایمان او اتباع دسنت او انفاق فی سبیل اللّه سره او دا نور دهغه نور نه سیوادی چه ددوی په مخونو او لاسونو او خپو باندی ښکاریږی په سبب دایمان او اودسونو کولوسره (بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ) دا دواړه طرفونه د نیک بختو دپاره خاص دی دوی ته به د مخی طرف نه په ښی لاسونو کښ عملنامی هم ورکیدی شی نو رنړا به هم په دی دواړه طرفونو کښی وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل