الحديد ۱۱

مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ

څوک دی هغه کس چه قرض ورکړی اللّه تعالٰی ته قرض ښائسته (په اخلاص) نو زیات به کړی هغه (قرض) ده لره او ده لره ثواب دی عزت والا -

دا دریمه وجه ده د وجوهو د ترغیب الی الانفاق نه په ترقئ‌ سره یعنی فرض کړه چه مالونه ستا همیشه دی لیکن د قرض په طورسره ئی ورکړه دا مروّت او انسانیت دی قرض په اصل کښی پری کولو ته وئیلی کیږی - لیکن په عرف کښی مال ورکول بل چاته بغیر دعوض نه دپاره ددی چه فائده ترینه واخلی اوبیا واپس ادا کړی شی او په عرف دعربو کښی هری نیکئ کولو ته هم وئیلی کیږی (قَرْضًا حَسَنًا) قرطبی د قشیری نه نقل کړی دی چه دقرض حسن لس شرطونه دی - اخلاص دنیت، طلب درضا د اللّه تعالٰی، د حلال مال نه کره مال ورکول، مخکښی د حال دځنکدن نه ورکول، پټ ورکول، احسان او اذی نه کول، ورکړی شوی صدقه لږه گنړل، محبوب مال ورکول، ډیرقیمت والا ورکول، دا ټول سبب دحُسن دی په انفاق کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل