وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
او څه وجه ده ستاسو چه خرچه نه کوئ په لار د اللّه تعالٰی کښی او خاص اللّه تعالٰی لره میراث د آسمانونو او د ځمکی دی برابرنه دی ستاسونه هغه څوک چه خرچ ئی کړی دی مخکښی د فتحی نه او جنگ ئی کړی دی دغه کسان ډیرلوی درجی والا دی دهغه کسانونه چه خرچ کړی دی روستو او جنگ ئی کړی دی اوهریو سره وعده کړی ده اللّه تعالٰی ښائسته (جنت) او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو باندی پوره خبردار دی -
دا دوهمه وجه ده د وجوهو د ترغیب الی الانفاق نه په ترقئ سره په بیان کښی یعنی که اومنلی شی چه تاسو بالفرض اصلی مالکان ددی اموالوئی لیکن ټول به مړه کیږئ اومالونه به ټول اللّه تعالٰی ته پاتی کیږی نو په کاردادی چه اوس ئی دمرگ نه وړاندی د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ کړئ (وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) اشاره ده چه دا ټول عالم به د انسانانو نه یوځل خالی شی اوصرف اللّه تعالٰی به باقی پاتی وی اودهغه سره به دبل هیچ چا حق او تصرف نه وی (لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ) په دی کښی تفاوت د درجاتو د مجاهدینو او د انفاق کوؤنکو ذکرکوی -