هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نازلوی په بنده خپل باندی آیاتونه ښکاره ددی دپاره چه اوباسی تاسو د تیرونه رنړا ته او یقیناً اللّه تعالٰی په تاسو باندی ضرور ډیر شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
داهم د ترغیب سره متعلق دی یعنی د آیات بینات (په باره دایمان او انفاق کښی) تابعداری کول سبب د اخراج دی د ظلماتونه نورته اوسبب د رافت او رحمت الٰهیه دی (عَلَى عَبْدِهِ) چه هغه محمد رسول اللّٰه ﷺ دی اوپه دی وصف سره ئی ځکه ذکرکړو اشاره ده چه هغه هم عبدیت د اللّه تعالٰی کوی په ایمان او انفاق کولو سره (الظُّلُمَاتِ) جهل، کفر، شرک، خواهشات متفرقه او بخل (إِلَى النُّورِ) علم، توحید، ایمان، هدایت او یقین -