وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَاقَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
او څه وجه ده تاسو لره چه ایمان نه راوړئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی او (حال داچه) رسول دعوت درکوی تاسوته دپاره ددی چه ایمان راوړئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی او یقیناً اخستی دی اللّه تعالٰی لوظ ستاسو که چیری تاسو مؤمنان ئی -
داهم متعلق دی د تیرشوی ترغیب سره یعنی اول داچه رسول اللّٰه ﷺ ایمان او انفاق ته داعی وو او دوهم داچه ستاسو نه لوظ اخستلی شوی دی او دریم داچه د ایمان تقاضا ده -