الحديد ۷

آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنْفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَأَنْفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ

ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی باندی اوپه رسول دهغه باندی اوخرچ کوئ د هغه مال نه چه جوړ کړی ئی تاسو واکداران په هغی کښی نوهغه کسان چه ایمان راوړی دی ستاسونه او خرچ ئی کړی دی دوی لره ثواب لوی دی -

په دی آیت کښی دترغیب الی الانفاق اوله وجه ده حاصل ئی دادی چه دا مالونه په حقیقت کښی ستاسو نه دی تاسوپه دی کښی وکیلان او نائبان دخپلو مشرانو ئی نو دا مالونه په صحیح مصرف کښی خرچ کړئ چه فائدی درکړی (آمِنُوا) امرپه ایمان سره ئی مخکښی ذکرکړو یو خو ددی وجی نه چه بغیر دایمان نه انفاق کول بربادی دی (وَأَنْفِقُوا) مراد ددی نه عام دی زکوٰة او صدقات واجبه ته شامل دی او بالخصوص خرچ کول دپاره د اشاعت د توحید اول مراد دی (مِمَّا جَعَلَكُمْ مُسْتَخْلَفِينَ فِيهِ) حسن بصری نه روایت دی چه مراد ددی نه استخلاف من اللّه دی یعنی مالونه په حقیقت کښی د اللّه تعالٰی دی لیکن تاسو ئی د لږ وخت دپاره په دی کښی عارضی مالکان گرځولی ئی نوداد دهغه حکم مطابق خرچ کړئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل