الحديد ۶

يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

ننه باسی ته شپه په ورځ کښی او ننه باسی ته ورځ په شپه کښی او هغه پوره عالم دی په هغه خبرو چه په سینو کښی دی -

دا هم مستقل دلیل عقلی دی په تصرف کولو سره په زمانه کښی - تردی ځای پوری خلاصه د دلیلونو داده چه تصرف کوؤنکی په هرڅه کښی اوعالم په هرڅیزباندی صرف اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی دهغه شریک نیشته نو دا دلیل شو په تسبیح دهغه باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل