وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ
او گرځوئ برخه ستاسو دا خبره چه دروغژن ئی گنړئ -
دا هم زجر دی (رِزْقَكُمْ) هرکله چه تکذیب دحق او دقرآن خوراک نه دی ددی وجی نه په دی آیت کښی د مفسرینو ډیر توجیهات دی - اوله توجیه داچه رزق په معنیٰ دشکردی ځکه چه شکرسبب د رزق دی نوذکر دمسبب او مراد ترینه سبب دی - دوهمه توجیه داچه رزق په معنیٰ د برخی سره دی نو معنیٰ دا چه تاسو خپله حصه دقرآن نه دا گرځولی ده چه تکذیب کوئ -