الواقعة ۸۱

أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ

آیا په داسی خبرو تاسی سستی کوئ -

دا آیت زجردی منکرینو ته روستو دبیان دصدق دقرآن نه (مُدْهِنُونَ) مدهن او مداهن په مسلمانانو کښی هغه څوک دی چه دباطل پرستو سره موافقت کوی او حق ورته نه ښکاره کوی اوپه کافرانو کښی هغه دی چه د مسلمانانو نه خپل کفر پټوی په دی وجه مدهنون تکذیب کوؤنکو، اعراض کوؤنکو، کافرانو سره موافقت کوؤنکو، او په باره دحق منلو کښی بهانی کوؤنکو ټولو ته شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل