فَلَوْلَا إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ
نو ولی نه ده چه کوم وخت اورسی روح مرئ ته -
روستو د زجرنه ذکرکوی تخویف سره دبل قسم زجرنه او دا تخویف دی په مرگ سره - (فَلَوْلَا) دا لفظ دپاره د زورنی استعمالیږی دلته په دی کښی شرطی معنیٰ نیشته دی (الْحُلْقُومَ) حلق عام دی ټولی مرئ ته وئیلی کیږی اوحلقوم خاص دی په هغی پوری چه روح په کښی ځی را ځی (وَأَنْتُمْ حِينَئِذٍ تَنْظُرُونَ) خطاب دی حاضرینو دمړی ته چه اکثر دهغه رشته داروی - تَنْظُرُونَ، مړی ته او دهغه حالت دنزع ته گوری یا داپه معنیٰ د انتظار د مرگ دی (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ) مراد ددی وجود د ملائکه الموت دی چه په هغه وخت کښی حاضروی (وَلَكِنْ لَا تُبْصِرُونَ) نظرپه محسوساتو کښی اوبصر په غائب څیزونو معقولاتو کښی اکثراستعمالیږی ددی وجی اول ئی نظر ثابت کړو په تنظرون او بیائی بصر نفی کړو په لاتبصرون سره - تردی ځای پوری څلور حالات ذکرشول -