القمر ۱۰

فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ

نو دعائی او غوښتله درب خپل نه چه یقیناً زه کمزوری یم نو ځما بدله واخله ددوی نه -

دا اجمالی دعا ده او تفصیلی دعا د هغه په سورت نوح کښی ذکرکړی ده (مَغْلُوبٌ) سوال: دا خلاف دی د سورة مجادله (۲۱) او سورة صافات (۱۷۳) نه؟ جواب: دادی چه دغه آیاتونه روستو د نصرت د اللّه تعالٰی نه دی اوپه دی کښی مخکښی د نصرت نه مغلوبیت مراد دی - دوهم جواب دادی چه په هغه آیاتونو کښی غلبه دحجت او د دلیل مراد ده او په دی آیت کښی غلبه دقوت ا ود زور مراد ده او دریم جواب ابن عطیه کړی دی چه مغلوب نه مراد دادی چه دعاءِ شر غوختلو کښی مجبوریم -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل