القمر ۹

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِر

تکذیب کړی وؤ ددوی نه وړاندی قوم د نوح علیه السلام او دروغژن ئی اوگنړلو بنده ځمونږ او دوی اوئیل لیونی دی او زورلی شو -

ددی آیت نه پنځه واقعات ذکرکوی دپاره د تخویف دنیوی یعنی تکذیب دقیامت سبب دعذاب دی نو دا متعلق دی د (۳) سره (كَذَّبَتْ) دا اوله واقعه ده د قوم دنوح علیه السلام (وَازْدُجِرَ) دا قول د اللّه تعالٰی دی یعنی دوی منع کړی وؤ هغه لره دعوت کولونه یا قول د منکرینو دی یعنی جناتو دده دماغ خراب کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل