فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ
نو را پرانستلی مونږ دروازی دآسمان په اوبو رابیدونکو سره -
په دی کښی قبولیت د دعا ته اشاره ده (فَالْتَقَى الْمَاءُ) مراد ددی نه جنس ماء دی یعنی اوبه د آسمان او د ځمکی ځکه چه التقاء په مینځ د دوؤ یا ډیرو کښی راځی (عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ) یعنی هلاکت د دغه قوم چه په تقدیر کښی د مخکښی نه لیکلی شوی وؤ چه دوی به په داسی طوفان سره تباه کولی شی او دا اشاره ده مسئلی د تقدیر ته -