لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى
یقیناً ده اولیدلی نخښو د قدرت درب خپل نه لوئی نخښی -
(آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى) لفظ عام دی هغه ټولو حالتونو ته شامل دی چه په شپه د معراج کښی ئی لیدلی وؤ د انبیاء علیهم السلام سره ملاقات کول، جنت او جهنم لیدل اوپه هغی دواړو کښی دهغی اهل متشکل کیدل او دهغوی لیدل اوجبرئیل علیه السلام په شکل د رفرف (شین فرش) کښی لیدل او نورملائک لیدل - ابن کثیروئیلی دی چه مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ لفظ دلیل دی چه اللّه تعالٰی نه ئی لیدلی - لیکن څوک چه د اللّه تعالٰی لیدل ثابتوی نودتیرشوی (ماکذب الفؤاد ماراٰی) آیت نه ثابتوی اوپه دی آیت کښی دهغی نفی صراحتاً نیشته -