مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى
نه دی کوږ شوی نظر دده او نه دحد نه تیرشوی دی -
په دی کښی صفت د نبی ﷺ دی چه هغه ددغه مقام ډیر ادب کړی دی اود خپل مقصد نه علاوه بل طرف ته ئی نظر نه دی گرځولی - د مقصد نه نظر بل طرف ته په گرځولو کښی دوه طریقی دی یوداچه دهغه مقصد نه ښی طرف ته یا گس طرف ته اوگوری یاد مقصد د ځای نه نظرورتیری کړی د نبی ﷺ نه ئی ددی دواړو نفی کړی ده په مَا زَاغَ سره د اول قسم نفی ده اوپه ما مَا طَغَى، سره ددوهم قسم نفی ده -