النجم ۱۹

أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالْعُزَّى

آیا تاسو سوچ کړی دی په حالات د لات او عزیٰ -

هرکله چه صدق د نبی ﷺ ئی ذکرکړو چه دده خبری ټوله وحی ده د اللّه تعالٰی دطرف نه په واسطه دجبرئیل سره نواوس مقصد د وحی ذکرکوی چه هغه رد دی په شرک دمشرکانوباندی یعنی د مشرکانو دلیل په شرک کولو ظن او اتباع دهویٰ دی او دلیل د نبی ﷺ وحی ده (اللَّاتَ) ددی دریو تخصیص ئی ددی وجی نه اوکړوچه دوی دمشرکانو په نیزډیر لوی او مشهورمعبودان وؤ - امام بخاری دابن عباس رضی اللّه عنهما نه راویت ذکر کړی دی چه لات یوسړی وؤ چه دحاجیانو دپاره به ئی ستوان د غوړو یا اوبو سره لړل او هغوی ته به ئی دخوراک دپاره ورکول یعنی سخی اوبزرگ وؤ - اوقرطبی وئیلی دی هرکله چه مړ شو نومشرکانوبه دهغه دقبرعبادت کوؤ او هغه چه کومه گټه باندی ناست وؤ او ستوان به ئی اوړه کول نو ثقیف قبیلی دهغی گټی عبادت شروع کړو او دهغی دپاره ئی یوه کوټه جوړه کړه او هغه به ئی په غِلافونو باندی پټه کړی وه او طوافونه به ئی دهغی کول (وَالْعُزَّى) امام نسائی روایت نقل کړی دی هرکله چه مکه فتح کړی شوه نو رسول اللّٰه ﷺ خالد ابن الولید نخله مقام (په مینځ د مکه او طائف کښی) ته اولیږلو چه هغه ځای کښی عزّٰی وه نو خالد ورته راغی اوپه هغه ځای کښی دکیکردری ونی وی او یوکوټه وه (چه په هغی کښی به د عزّٰی عبادت کیدلو) هغه اونی ئی پریکړلی او کوټه ئی انړوله اوبیا راغی رسول اللّٰه ﷺ ته ئی خبرورکړو هغه ورته اوفرمائیل واپس لاړ شه تا هیڅ کار نه دی کړی (یعنی عزّٰی درنه پاتی شوی ده) هرکله چه واپس راغی نو منجوران د عزّٰی ورته راجمع شول او چغی کړی یاعزّٰی یا عزّٰی (یعنی خالد بن الولید ئی په هغی سره ویرولو) ناساپه یوزنانه بربنډه ببرسری را ښکاره شوه اوپه سرئی ځان له خاوری اچولی نو خالد رضی اللّه عنه هغه په توره باندی قتل کړله بیا واپس راغی نو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل دغه عزّٰی وه اوبیا به ئی عبادت اونه کړی شی نومعلومه شوه چه دا پیرئ وه قریش او بنی کنانه داپه دوهمه مرتبه کښی معبوده گنړله او دهغی د کوټی نه به ئی طوافونه کول اودهغی په نوم باندی به ئی نذرونه ورکول نوپه دی لفظ کښی رد دی په مشرکین بالجن باندی (وَمَنَاةَ) دا هم دیو انسان نوم وؤ (چه ددوی په نیزباندی برزگ وؤ) اوپه قدیه مقام کښی اوس او خزرج دهغه په نوم یوه کوټه جوړه کړی وه اوپه هغی باندی ئی غلافونه اچولی وؤ دهغی طوافونه ئی کول اوپه هغه ځای کښی ډیرڅاروی دمنات په نوم سره ذبح کول - رسول اللّٰه ﷺ ابوسفیان یا علی بن ابی طالب اولیږلو او هغه ئی انړوله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل