إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ
یقیناً اللّه تعالٰی هغه روزی ورکوؤنکی دی خاوند د طاقت مضبوط دی -
هرکله چه بعضی مولاگان دی خپلو مریانو نه خدمت نه اخلی نو روزی هم نه ورکوی نو اللّه تعالٰی دا وهم دفع کړو په دی قول سره چه (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ) - (الْمَتِينُ) په دی کښی اشاره ده چه په قوت د اللّه تعالٰی کښی هیڅ قسم کمزوری نه راځی -