مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ
زه نه غواړم ددوی نه هیڅ روزی (دځآن دپاره) او نه غواړم چه ماله دی خوراک راکړی -
په دی آیت کښی اثبات د الوهیت د اللّه تعالٰی دی چه اللّه تعالٰی هیڅ قسم محتاج نه دی او دفع دوهم ده - هغه دا چه مخلوق چه هرکله ځان له عبید (مریان) جوړوی نود خپل اعراض دپاره ئی جوړوی نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه ما خپل هیڅ غرض او فائدی دپاره نه دی پیدا کړی (مِنْ رِزْقٍ) یعنی رزق گټل او کسبونه د بندگانو د ځان دپاره دی په دی کښی اللّه تعالٰی دځان دپاره هیڅ فائده غرض او مقصد نه دی گرځولی -