الذَّارِيَاتِ ۵۶

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ

اونه دی پیدا کړی ما پیریان او انسانان مگردی دپاره چه ځما بندگی اوکړی -

ددی ربط‌ د ذَكِّرْ سره دی یعنی دوی ته تذکیر د حکمت د پیدائش د جن او انس ورکړه (إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (سوال) هرکله چه عبادت د اللّه تعالٰی په طریقه د توحید سره مراد شی د خَلقِ جِن او انس نوډیر جن او انس خو توحید والانه دی نوخلاف لازم شو د ارادی د اللّه تعالٰی نه نو ثابت شو مذهب د معتزلو اودا خلاف دی د ډیرو نصوصو نه؟ جواب: په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه مراد ددی اقرار کول دی په بندگئ د اللّه تعالٰی که په خوښه وی اوکه په زور سره وی نوکفار او مشرکین په کُرْه (زور) کښی اقرار د بندگئ‌ د اللّه تعالٰی کوی - دوهمه طریقه داده چه مراد ددی نه امرکول او مکلف کول ددوی دی په توحیدسره او امردوی ته شوی دی لکه په آیت دسورة بینة (۵) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل