الذَّارِيَاتِ ۵۹

فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذَنُوبًا مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ

نویقیناً هغه کسانو لره چه ظلم ئی کړی دی برخی دعذاب دی په شان د برځی دعذاب د ملگرو ددوی نو دوی دی په تادئ سره نه غواړی -

دا تخویف دنیوی دی یعنی هرکله چه ذکرشو حکمت دپیدائش د جن او انس او ذکرشو قوت د اللّه تعالٰی نودا سبب دی دپاره دسزا دظالمانو هغه چه حکمت د پیدائش نه ئی خلاف کړی دی (ذَنُوبًا) په اصل کښی هغه بوقی ته وئیلی کیږی چه ډکه وی د اوبونه دارنگ هغه ورځ دشرته وئیلی کیږی چه ډیره اوږده وی دلته مراد غټه برخه دعذاب ده (مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَابِهِمْ) مراد ددی نه هغه قومونه د مکذبینو دی چه په دی سورة کښی دهغوی دعذابونو ذکرشوی دی نوپه دی کښی عذاب دنیوی مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل