وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ
او یقیناً پیدا کړی دی مونږ آسمانونه او ځمکه اوهغه چه ددی په مینځ کښی دی په شپږ ورځو کښی اونه دی رسیدلی مونږته هیڅ ستړی والی -
دا دلیل دی د اثبات دقیامت دپاره (ربط) یعنی اول خو دقرآن نه ذکریٰ اونصیحت اخستل دی اوپه هغی پسی دعقلی دلیلونو دآسمان او ځمکی نه استدلال کول دی (وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ) په دی کښی رد دی په وهم د منکرینو بعث بعدا لموت باندی یعنی دا وهم دی څوک نه کوی چه اللّه تعالٰی به اول پیدائش باندی ستړی شوی وی نودوهم کرت پیدائش نه شی کولی اودارنگ رد دی د یهودیانو په قول باندی هغوی وائی چه اللّه تعالٰی د اتوار دورځی نه ترجمعی ورځ پوری په پیدائش کښی مشغول وو نودخالی په ورځ ئی استراحت او آرام اوکړو -