ق ۳۷

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ

یقیناً په دی کښی ضرور نصیحت دی هغه چالره چه هغه لره عقل وی یا ږدی غوږ او زړه ئی حاضر وی -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته اودی سورة ته ځکه چه ذالک اشاره ده ټول قرآن ته یا هغه مضمون ته چه په دی سورة ذکرشوی دی یا اشاره ده من قرنٍ ته - ربط هرکله چه تیرشوی ایت کښی هلاکت د اقوام مکذبه ته ئی اشاره اوکړه نوپه دی آیت کښی دهغه قومونو د واقعاتو نه ذکرکوی (عبرت) حاصلولو دپاره طریق ذکرکوی - اوله طریقه (لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ) مراد دقلب نه عقل دی په ذکر دمحل او مراد ترینه حال دی اودا قرطبی د مجاهد نه روایت کړی دی یا مراد ددی نه ژوندی زړه دی - (أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ) دا دوهمه طریقه ده غوږ کیخودل په داسی طریقه سره چه بل څه خبره په هغی باندی نه اوری دیته القاء السمع وائی گویا دقرآن اوریدل داسی دروند او لوی کار گنړی چه غوږ ئی ورله ښکته غورځولی دی، وَهُوَ شَهِيدٌ، مراد ددی نه توجه دزړه ده ځکه چه صرف کیښودل د غوږ کافی نه دی ترڅوپوری چه دزړه توجه نه وی -
فائده: قرآن نه دوعظ او فائده آخستلو دپاره دوه وجی دی اوچته درجه داده چه انسان په قرآن کښی تدبراو سوچ کوی - دوهمه درجه داده چه ښه په توجه د زړه سره دبل چانه ئی آوری - اوله درجه د اجتهاد ده او درجه د اتباع ده اوددی نه چه چا دتقلید اثبات کړی دی نوهغه د تقلید دمعروفی معنی نه جاهل دی یا تلبیس او تحریف کوی (العیاذ باللّه) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل