وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ
او ډیر هلاک کړی دی مونږ ددوی نه مخکښی پیړئ چه هغوی سخت وؤ ددوی نه په نیولو کښی نو نو ورننوتلی وؤ په ښارونو کښی آیا شته دی ځای دتیختی -
دا تخویف دنیوی دی متعلق د (۱۲) سره - اود بشارت نه ئی روستو ذکرکړو مناسبت ئی دادی چه تیرشوی صفات د متقینو په چا کښی نیشته نوهغوی په دنیا کښی هم تباه حاله دی (أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا) قوت مالی او بدنی اودهغی وجی نه په خلقو باندی ظلم کولو ته دا لفظ شامل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په مادی او دنیوی طاقتونو سره دعذاب د اللّه تعالٰی نه بچ کیدل نشی کیدی (فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ) مراد دادی چه په دنیا کښی گوټ په گوټ باندی په ډیروښارونو کښی د تجارتونو او مالونو دپاره گرځیدلی وؤ یا قسم قسم حیلی ئی لټولی د مرگ نه د بچ کیدلو دپاره سرنگونه، تاخانی، مورچی ئی دخپل حفاظت دپاره جوړی کړی وی -