لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ
دوی لره به هغه څه وی چه دوی غواړی په هغی کښی اوځمونږ سره شته زیاتی -
په دی آیت کښی هم بشارت دی په ذکرددوه حالتونوسره (مَزِيدٌ) مراد ترینه هغه نعمتونه دی چه ددوی په زړه کښی هم نه وی تیرشوی او هغه دیدن د اللّه تعالٰی دی په ډیراکرام او عزت سره لکه چه احادیثه مرفوعه کښی ذکردی او دارنگ خاص قسم حوری دی -