ق ۳۹

فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ

نوصبرکوه په هغه خبرو باندی چه دوی وائي‌ اوتسبیح وایه سره دحمد درب ستانه مخکښی دختلو دنمرنه او مخکښی دپټیدلو دنمرنه -

ددی نه ترآخره پوری پنځه اوامر ذکرکوی دپاره دتشجیع ددعوت کوؤنکی په دی دوه آیاتونو کښی دری اوامردی - په دی ترتیب کښی اشاره ده چه دداعی په ذمه باندی دعوت کول دی اوهرکله چه په دعوت کښی رکاوټ پیدا شی نوبیا صبرکول او په بندگئ د اللّه تعالٰی کښی مشغولیدل دی اوصبر او تسبیح حمد ذریعه ده دپاره د آسانتیا ددعوت کولو (عَلَى مَا يَقُولُونَ) داعام دی قول دیهودیانو ته هم شامل دی کوم چه مخکښی ذکرشو اوقول دمنکرینو د بعث بعدالموت ته هم چه دسورة‌‌ په ابتداء کښی ذکرشوی دی اودارنگ په نبی ﷺ طعنونه کول او هغه ته کنځل کول دی دی ټولو ته شامل دی (قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ) وخت دفجر او وخت دعصرته اشاره ده دا دوه ئی مخکښی ذکرکړل د وجی د ډیرفضیلت او اهمیت ددی دواړونه لکه چه ډیرو احادیثو صحیحه کښی ددی دواړو فضیلتونه ذکردی او دا وختونه اجتماع د ملائکو دشپی اود ورځی دی - اوپه دوهم آیت کښی امرپه تسبیح سره په دوه وختونو کښی ذکرشوی دی - اللیل او ادبارالسجود، نومراد د اللیل نه وخت دماښام او ماسخوتن دی او وخت د تهجد هم په کښی داخل دی اودارنگ دشپی په هرحصه کښی چه بیدارشی اود اللّه تعالٰی تسبیح او حمد وائي هغی ته هم شامل دی (وَأَدْبَارَ السُّجُودِ) داکثرصحابه او تابعینونه روایت دی چه مراد ددی نه دوه رکعتونه سنت روستو دفرض دماښام نه دی اوابن کثیر په دی روایت مرفوع هم نقل کړی او دوهم قول دادی چه مراد ددی نه په هرفرض مونځ پس سبحان اللّه او الحمد اللّه او اللّه اکبر لوستل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل