ق ۳۲

هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ

داهغه څیز دی چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی هرتوبه کوؤنکی دپاره چه ساتنه کوؤنکی دی -

په دی کښی یو حال دجنت او دوه صفتونه د جنت والو ذکردی - هذا اشاره ده جنت ته په تاویل د مکان د نعمتونو (مَا تُوعَدُونَ) دا وعده د اللّه تعالٰی دطرف نه په قران کریم کښی په هغه آیاتونو کښی ذکرده چه په تقویٰ سره جنت حاصلیږی اوهغه ډیر ایتونه دی (أَوَّابٍ) هغه څوک چه دگناه نه ئی توبه کړی وی لیکن چه ورته یادشی نوبیاهم استغفارغواړی او تسبیح هم ډیره وائی - اوپه اختتام د هرمجلس کښی دا کلمه وائي - سُبْحانَ اللّهِ وَبِحَمْدِهِ اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْتَغْفِرُکَ وَ أَتُوبُ إِلَیْک (حَفِيظٍ) حفاظت کوؤنکی د اللّه تعالٰی دحقوقو او د اوامرو یا یاد ساتونکی د گناهونو خپلو دپاره ددی چه استغفار ترینه کوی یا حفاظت کوؤنکی د عمر خپل چه خپل اوضات نه ضائع کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل