مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ
هغه څوک چه ویره کوی د رحمان ذات نه په حال دنه لیدلو کښی او راغلی یو په زړه حق ته گرځیدونکی -
په دی کښی د متقیانو دوه صفتونه ذکرکوی - تیرشوی صفتونه عبادات لسانیه وو اوداصفتونه عبادات قلبیه دی (۱) خشیت (۲) انابت (مَنْ خَشِيَ) خشیت خاص دی د خوف نه ځکه چه خشیت کښی معنیٰ د تعظیم د مخشی عنه نه وی سره دخوف نه ددی وجی نه لفظ د الرحمٰن ئی ذکرکړو دپاره د افادی د عظمت شان دهغه (بِالْغَيْبِ) یعنی اللّه تعالٰی نه ئی لیدلی نه دی بلکه دعقلی او نقلی او وحی دلیلونو په وجه سره په اللّه تعالٰی باندی ایمان لری (وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ) او مراد د جَاءَ توجه کول دی اللّه تعالٰی ته په دنیا کښی -