ق ۳۱

وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ

او نزدی به کړی شی جنت متقیانو ته نه به وی لری -

ددی آیت نه تر (۳۵) پوری بشارت اخرویه دی په ذکر د اوؤ احوالو دجنت اوپنځه صفاتو د اهل جنت سره - په دی آیت کښی دوه حالات د جنت ذکرکوی (۱) ازلفت (۲) غیربعید او یو صفت دجنتانو ذکردی (أُزْلِفَتِ) یعنی جنت به میدن حشرکښی رانزدی کړی شی متقیانوته دا ددوی داکرام او دعزت دپاره ځکه چه دوی ته د مزل کولو تکلیف محسوس نه شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل