ق ۳۰

يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِيدٍ

کومه ورځ چه اوبه وایو جهنم ته آیا ته ډک شوی او هغه به اوائی آیا څه زیات شته دی -

په دی آیت کښی هم د تخویف اخروی نه دوه حالتونه ذکرکوی (۱) د جهنم ډکیدل (۲) طلب د زیاتی (هَلِ امْتَلَأْتِ) په دی کښی خبر ورکول دی جهنمیانو ته په وسعت دجهنم سره چه دا څوک گمان اونه کړی چه جهنم کښی دومره ډیر خلق به څنگه ځائیږي؟ اکثر مفسرینو وئیلی دی چه دا استفهام طلبی دی یعنی طلب د زیاتو خلقو کوی نو اشاره ده چه ډک شوی به نه وی نو اعتراض دا کیدی شی چه وعده د اللّه تعالٰی خو پوره نه شوه نو جواب ته په هغه حدیث کښی اشاره ده چه جهنم اوائی هل من مزید و رب العزت ته به خپل قدم په هغه کښی کیدی و بعضی اجزا به د بعضو سره جوخت شی او اوبه وائی بَس بَس ستا په عزت او کرم باندی قسم دی - (او قدم په معنیٰ ظاهری سره اللّه تعالٰی دپاره ثابت دی او کیفیت ئی اللّه تعالٰی ته معلوم دی تشبیه او تمثیل او تاویل کول ئی جائز نه دی او دا مذهب د سلف صالحینو دی - )

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل