ق ۲۹

مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ

نشی بدلیدلی وینا ځما په خوا کښی اوزه نه یم ظلم والا په بندگانو باندی -

په دی آیت کښی هم دوه حالتونه ذکرکړی دی (وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ) یعنی ستاسو د اختصام هیڅ فائده نیشته ځکه چه ځما په دربارکښی ظلم کول نیشته او اختصام خوددی مقصد دپاره وی چه حاکم په عدل سره فیصله اوکړی او اللّه تعالٰی خو هروخت عدل کوؤنکی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل