قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُمْ بِالْوَعِيدِ
اوبه وائی اللّه تعالٰی جگړی مه کوئ ځما په مخکښی اوحال دا چه مخکښی خبردرکړی وؤ ما تاسوته د عذاب -
په دی کښی هم یو حال ذکرکوی معلومه شوه چه مخکښی د گمراهانو او د انسی جنی شیطانانو په مینځ کښی به په یوبل باندی دعوی کول وی نو اللّه تعالٰی به هغوی لره منع کړی په دی قول سره چه (لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ) یعنی په واسطه د درسولانو داعیانو حق سره خبرونه د عذاب مادرلیږلی وو نو ستاسو هیڅ عذر نه دی پاتی شوی بلکه په تاسوباندی حجت قائم کړی شوی دی -