ق ۱۸

مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ

نه اوباسی انسان د خولی نه څه خبره مگردهغه په خواکښی شته څوکی کوؤنکی تیار -

مخکښی تلقی او دوه طرفونه ئی ذکرکړل اوس دهغوی تیاری ذکرکوی یعنی هیڅ وخت غافل نه وی (يَلْفِظُ) یعنی وینا چه د خولی نه اوباسی په خپل اختیارسره اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم کلمات دخولی نه بی اختیاره اوځی نودهغی لیکل نه کوی هغه معاف دی (مِنْ قَوْلٍ) صحیح داده اقوال او اعمال دواړه لیکی لیکن قول ئی خاص ذکرکړو ځکه چه په دی سورة کښی دمنکرینو اقوال په باره د قیامت کښی ذکرشوی دی په (۳،۲) کښی نوپه دی کښی رجردی چه دا اقوال ستاسو لیکلی کیدی شی دپاره دحساب کولو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل