وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ
او راغلی سختئ دمرگ په رشتیاسره (نواوبه وئیلی شی) دا هغه څیزدی چه ته دهغی نه تختیدلی -
په دی آیت کښی تخویف دی په ذکردحالت دنزعی سره یعنی هرکله چه عملونه اولیکلی شو اوعمرپه ختمیدلوشی نوسختئ دمرگ به شروع شی نودهغی نه غفلت نه دی په کار (سَكْرَةُ الْمَوْتِ) یعنی د مرگ په وخت داسی سختی او تکلیف راځی چه انسان په شان د حالت د سکر (دنشی) وی خبری ئی داعتدال او اختیارنه بهرشی (ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ) دا خطاب دی دملائکو دطرف نه هرانسان ته په وخت دنزع کښی -