إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ
کوم وخت چه را اخلی دوه ملائک اخستونکی دښی طرف نه او د گس طرف نه (یویو) ناست دی -
په دی ذکرکوی حال دکراماً کاتبین دپاره دبعث بعدالموت یعنی ددی ملائکو مقرر کیدل او عملونه لیکل دلیل دی چه اللّه تعالٰی به ضرور ورځ د جزاء او حساب قائمه وی - حاصل داچه ملائک چه تاسوباندی ناست دی دلیکلو دعملونو دپاره دهغوی نه اللّه تعالٰی زیات نزدی دی نوهغه د ملائکو لیکلو ته حاجت نه لری لیکن داخو په انسانانوباندی دحجت قائم کولو دپاره دی - او روایاتو سره ثابت شوی دی چه دا دوه ملائک دورځی او دوه دشپی وی اوخی طرف باندی لیکونکی د نیکئ او اوپه گس طرف باندی دبدو اعمالو وی اولیکونکی دحسناتو امین دی په لیکونکی دسیئاتوباندی اودوی ته کراماً کاتبین ملائک وئیلی کیږی (قَعِيدٌ) نه مراد ددی لازم او ملگری کیدل دی که ولاړ وی اوکه ناست وی صرف کیناستل ترینه مراد نه دی -