ق ۱۶

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ

اویقیناً‌ پیدا کړی دی مونږ انسان او پوهیږو په هغه چه وسوسی اچوی ده ته نفس دده او مونږ ډیر نزدی یو ده ته درگ د مرئ نه (چه زړه ته رسیږی) -

ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخر دسورة پوری دی - په دی کښی دلیل عقلی مختصردی بیا ذکر د حفاظت الاعمال دی په کتابت د کراماً کاتبینوسره د اثبات دبعث اوحساب د پاره بیا ذکردحالت د نزع دی دتخویف دپاره بیا تخویف اخروی تفصیلی دی په لس طریقو سره اوشپږ صفات داهل جهنم دی او ذکر دقریناتو او ذکردحال جهنم تر (۳۰) پوری دی بیا بشارت دی په پنځوطریقو په ذکردپنځه صفتونو د اهل جنت (۳۵) پوری بیا تخویف دنیوی اوترغیب قرآن ته او دلیل عقلی دبعث بعدالموت په (۳۸) کښی بیا پنځه اوامر دپاره دتشجیع ددعوت اوذکر داته احوالو دقیامت دی ترآخره پوری (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ) قرب د اللّه تعالٰی ښکاره معنیٰ ده لیکن دهغی په کیفیت باندی مونږ نه پوهیږو دهغی تشبیه د مخلقوق سره نیشته او نه ئي تاویل کوو اودا قربت دفوقیت دعرش سره منافات نه لری ځکه چه اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قادردی (حَبْلِ الْوَرِيدِ) وریدان دوه رگونه دی د څټ د ښی اوگس طرف نه متصل دی دسرنه تو وتین رگ پوری او وتین رگ دزړه دی چه دهغی په قطع کیدلوسره انسان مړکیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل