ق ۱۵

أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ

آیا مونږ ستړی شوی یو په اول پیدائش باندی بلکه دوی په شک کښی دی دپیدائش نوی نه -

دا زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره د اشاری نه دلیل ته چه قیاس دی په خَلقِ اول باندی او په دی زجر کښی اشاره ده چه د تیرشوی قومونود تکذیب دقیامت دپاره هم هیڅ دلیل نه وؤ ددی وجی نه دا زجرئی دهغوی دتکذیب پسی ذکرکړوپه دی کښی اشاره ده چه ددوی انکاراو تکذیب دپاره هیڅ دلیل نیشته په اصل کښی ددوی شک دی لیکن دضد دوجی نه شک ئی انکار ته رسولی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل