ق ۱۱

رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ

دپاره د روزئ د بندگانو او تازه کړی ده مونږپه دی سره ځمکه اوچه دغسی راوتل دی (دقبرونونه) -

داد مخکښی دلیلونو تتمّه ده په دری څیزونوباندی (كَذَلِكَ الْخُرُوجُ) دا دعویٰ دسورة ده یعنی لکه چه دځمکی نه باغات دانی بوټی روستو دوچ والی دهغی نه اللّه تعالٰی را اویستل نو داسی به تاسو په مختلف شکلونو صورتونو صفتونو سره دقبرونو نه رااوباسی په ورځ دقیامت نودا اثبات دقیامت دی په قیاس کولوسره په بوټو راوتلو سره د ځمکی نه پس دوچ والی دهغی نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل