كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ
د دروغو نسبت کړی وؤ ددوی نه مخکښی قوم د نوح علیه السلام او کوهی والو او ثمودیانو -
دا تخویف دنیوی دی په ذکر د اته قومونو مکذبینو سره اودهغوی د عذاب اجمالی په ذکرسره او ورسره تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته یعنی مخکنو ډیرو او طاقت والا قومونو دبعث بعدالموت او د رسولانو تکذیب کړی وؤ نوپه هغوی باندی عذابونه راغلل نودارنگ دا موجوده خلق هم دی په اول آیت کښی دری قومونه ذکرکړل قوم نوح، اصحاب الرس او ثمود اوپه دوهم آیت کښی هم دری دی عاد، فرعون، او اخوان لوط - دریم آیت کښي دوه دی اصحاب الایکة اوقوم تِبَّع - دلته ئی اخوان لوط ذکرکړو ددوی اخوط د لوط علیه السلام سره صرف د مساهرت (سخرگنئ) په وجه سرو وو او دی اخوت ته پوره اعتبار نیشته په نیز دعام خلقو باندی ددی وجی نه په نورو سورتونو کښی صرف قوم لوط ئی وؤ اوپه دی سورة کښی اشاره وه ددوی نهایت جهل او سرکشئ ته چه دوی د خپلولئ (یعنی دخپل زوم) لحاظ هم اونه کړو د هغه تکذیب ئی اوکړو -