ق ۱۰

وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ

او اونی د کجورو دنگی چه دهغی غونچکونه دی لاندی باندی -

دابل دلیل عقلی وسطی دی (وَالنَّخْلَ) هرکله چه دکجوری اوصاف او فائدی دنورو اونو نه ډیری دی ددی وجی نه دائی جدا ذکرکړه اودا دلیل هم په دری څیزونو باندی مشتمل دی یو نخل - دوهم باسقات، بسوق دنگ والی ته وئیلی کیږی اوبرابر ته هم وئیلی کیږی اودریم لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ میوی دکجوری چه اول بوبنده کسوړه کښی ښکاره شی اوبیاپرانستی شی نوهغه ته طلع وئیلی کیږی اونضید ورته مخکښی دښکاره کیدلونه وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل