وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ
او راورولی دی مونږ د طرف دآسمان نه اوبه برکت والا نو زرغون کړی دی مونږ په سبب دهغی باغونه اودانی (چه بوټی) ئي لوکیدی شی -
دابل دلیل دی دلیل عقلی وسطی اوداهم مشتمل دی په دری څیزونوباندی اول اِنزَال المَآءِ، یعنی بارانونه ورول دوهم باغات پیدا کول دریم غلی زرغونول (مُبَارَكًا) هغه باران چه په هغی سره ځمکه تازه شی او فضا صفا شی اومرضونه هم کم شی ددی قسم برکات په بارانونو کښی اللّه تعالٰی پیدا کړی دی - (وَحَبَّ الْحَصِيدِ) مراد ددی نه غنم، وربشی، روژی وغیره دی چه بوټی پس د اوچیدلونه لوکړی شی او بیا د غوبل یا په نورو الاتوسره دهغی نه دانی را اویستلی شی -